Attention
X

You are now leaving AMAZE.org.
Content beyond this site might not be
appropriate for young adolescents.

Continue to external site
attentionAttention
X

The following video was not produced by AMAZE.

Play Video
We'd like one thing before you download!
X

Please give us your email address before you download. Feel free to subscribe to our Newsletter while you’re here!


Download
له جنسي ناروغیو سره تړلې بدنامي
له جنسي ناروغیو سره تړلې بدنامي
Add video to playlist Create Playlist

    You don't have any playlists created

    Click the 'create playlist' button above to make one.

له جنسي ناروغیو سره تړلې بدنامي

د جنسي ناروغیو (STD) بدنامي هغه وخت رامنځته کېږي چې یو کس STD لري او د نورو له خوا یی قضاوت وشي

خندا

یا وشرمول شي، سره له دې چې دا قضاوت ډېری وخت د ناسمو معلوماتو پر بنسټ وي.

اه

ډېرې ناسمې انګېرنې (سټرېوټایپونه) شته چې خلک فکر کوي د جنسي ناروغۍ د اخته کېدو لپاره باید څه وشي، لکه:
چې ته له ډېرو خلکو سره جنسي اړیکه لرې، ته ناپاک یې،
یا ته هېڅکله ځان نه ساتې.

غږ

خو دا هېڅ یو هم د حقیقت پر بنسټ نه دي.

له بده مرغه، د STD بدنامي ډېر زیان رسوونکې ده،
ځکه چې دا کولی شي خلک د ځان په اړه د بدنامۍ او شرم احساس وکړي.

او دا شرم کېدای شي لامل شي چې خلک د STD معاینه ونه کړي،
چې له امله یې ناروغي لا پسې خرابه شي او ډېر زیان ورسوي.

د STD بدنامي دا هم کېدای شي چې یو څوک له خپل ملګري سره
د خپلو پخوانیو اړیکو یا د احتمالي ناروغیو په اړه رښتیا ونه وایي.
هغوی وېره لري چې که حقیقت ووایي، نوی ملګری به یې په اړه بد فکر وکړي.

له همدې امله مهمه ده چې خلک د STD په اړه سم معلومات ولري.

جنسي ناروغۍ ډېرې عامې دي،
او نږدې هر هغه څوک چې جنسي اړیکه لري،
د خپل ژوند په یوه وخت کې به له یوې STD سره مخ شي.

ډېرې STD ګانې هېڅ نښې نه لري،
نو خلک ډېر وخت بې له دې چې پوه شي، اخته کېږي.

ته کولی شې حتی په لومړي ځل جنسي اړیکه کې هم STD واخلې،
او حتی که ځان ښه وساتې هم، ځکه کانډوم ټولې سیمې نه پوښي.

نو بل ځل چې ته د داسې چا په اړه واورې چې STD لري،
په اړه يې بد فکر مه کوه.

STD ګانې عامې دي.

او که ته جنسي اړیکه لرې، نو مه هېروه چې له خپل ډاکټر څخه
د STD ازموینه وغواړې.

تر بیا مو ، مه هېروه چې زما وېب‌ پاڼه amaze.org وګورې
یا زما یوټیوب چینل ته لاړ شې چې نورې ویډیوګانې وګورې.

د خدای په امان!
[AMZ-124-pus]