Attention
X

You are now leaving AMAZE.org.
Content beyond this site might not be
appropriate for young adolescents.

Continue to external site
attentionAttention
X

The following video was not produced by AMAZE.

Play Video
We'd like one thing before you download!
X

Please give us your email address before you download. Feel free to subscribe to our Newsletter while you’re here!


Download
د امیندوارۍ پړاوونه کوم دي؟
د امیندوارۍ پړاوونه کوم دي؟
Add video to playlist Create Playlist

    You don't have any playlists created

    Click the 'create playlist' button above to make one.

د امیندوارۍ پړاوونه کوم دي؟

هو، هله نو جېن!
ته یې کولی شې!
زور ووهه!
زور ووهه!
غړ غړه او ساه اخیستل
زه زور وهم!
ډېر یې مه کشوه!
آه، ته نږدې شوې یې (ته يې کولای شئ) !
یوازې لږ نور، جېن، یوازې لږ نور!
زه وینم چې راووځي!
چیغه
هو!
وروستی ټوټه یا پاتې شوني!
دا درد یی هم ارزښت لري!
کله چې سپرم او هګۍ یوځای شي او په رحم کې ځای ونیسي، امیندوارۍ پیل شوې وي.
د انسان (ښځو) امیندوارۍ نږدې ۴۰ اوونۍ دوام کوي، چې د وروستي حیض (میاشتنۍ عادت) له لومړۍ ورځې څخه حسابېږي.
امیندوارۍ په درې برخو وېشل کېږي، چې هغوی ته درې ‌ماشتنۍ (Trimester) ویل کېږي.
هره درې ‌میاشتنۍ ځینې عامې نښې او مهم پړاوونه لري.
په لمړیو درې میاشتو کې، له اولې ۱ تر دولسمې ۱۲ اوونۍ پورې، امیندواره میرمن ممکن د سهار بد حالي تجربه کړي.
دا حالت کولای شي زړه بدوالی او کانګې رامنځته کړي.
د ځینو لپاره دا یوازې سهار وي، خو د نورو لپاره ټوله ورځ دوام کولی شي.
وچ بسکټ لکه (سالتین) خوړل کولای شي دا بدحالي کمه کړي.
نورې نښې په دې موده کې عبارت دي له:
ستړیا، له ځینو بویونو سره حساس کېدل،
ځینو خاصو خوړو ته لیوالتیا (میلان)،
د سینو پړسوب یا حساس کېدل،
او له عادي حالت څخه ډېرې تشې میتیازې (ادرار) کول.
دوهمه درې ‌ماشتنۍ له ۱۳ اوونۍ پیلېږي
او تر ۲۶ اوونۍ پورې دوام کوي.
د دې مرحلې په پیل کې، اکثره جنینونه
د شفتالو (هلو) په اندازه شوي وي
او شاوخوا 28.35 ګرامه وزن لري.
په دې پړاو کې، ډاکټر ډېری وخت کولای شي
د جنین ډول (هلک یا انجلۍ) یا جنسیت تر یوه حده معلوم کړي.
په دې موده کې، امیندواره میرمن
د پام وړ وزن اخلي.
همدارنګه ممکن لاندې ستونزې تجربه کړي:
د پزې بندېدل، سرګرځېدل،
د پښو درد، د ورون درد، یا د ملا درد.
ډېرې امیندواره میرمنۍ په دې موده کې
د خپل نس یا مخ پر پوستکي تور داغونه هم ویني
چې عموماً له زېږون وروسته له منځه ځي.
په همدې درې‌ ماشتنۍ کې، عموماً د ۱۶ او ۲۵ اوونیو ترمنځ،
امیندواره میرمن د جنین حرکت احساسوي.
د دې مرحلې تر پایه، جنین
د خټکي په اندازه کېږي
او له یو پونډ څخه لږ زیات وزن لري.
دریمه درې ‌ماشتنۍ له ۲۷ اوونۍ پیلېږي
او تر زېږون پورې دوام کوي،
چې عموماً د ۴۰ اوونۍ شاوخوا وي.
په دې وروستۍ مرحله کې، جنین په چټکۍ سره وده کوي،
وزن زیاتوي او هره اوونۍ پرمختګ کوي.
دا مرحله ممکن د امیندواره کس لپاره
نا ارامي رامنځته کړي، ځکه رحم نور هم غځېږي.
همدارنګه ممکن د ساه لنډۍ ، د معدې سوځېدل،
او د خوب ستونزې تجربه کړي.
په دې درې ‌ماشتنۍ کې، ځینې خلک
شدید دردونه (کاذب انقباضات) احساسوي،
چې د “براکستون هیکس” په نوم یادېږي.
اصلي د زېږون دردونه عموماً
څو ورځې یا اوونۍ مخکې له زېږون څخه پیل کېږي.
دا دردونه منظم او قوي وي
او په وخت سره یو بل ته نږدې کېږي.
قوي او منظم دردونه د زېږون د پیل نښه ده.
کله چې زېږون پیل شي،
امیندواره کس د ډاکټر سره یوځای پرېکړه کوي
چې آیا طبیعي زېږون ممکن دی که نه.
په طبیعي زېږون کې، رحم راټولېږي
تر څو ماشوم د رحم له خولې،
د زیږون له لارې، بهر راووځي.
که طبیعي زېږون مناسب نه وي،
ډاکټر کولای شي سیزارین عملیات (C-section) ترسره کړي.
سیزارین یو جراحي عملیات دی
چې پکې ماشوم د نس له لارې راوځي.
کله چې ماشوم وزېږیږي،
نوم يې پرې کېږي
او ماشوم د لومړي ځل لپاره له مور څخه جلا کېږي.
دا کار نه ماشوم ته درد رسوي او نه مور ته.
هغه ځای چې په پورې کولمه (نوم تار) نښتی وي،
وروسته بیا ترې د ماشوم نوم جوړېږي.
ایا د انسان بدن حیرانوونکی نه دی؟
ښه، تر بل ځل پورې مه هېروئ
چې amaze.org وګورئ
یا زما یوټیوب چینل ته لاړ شئ او نورې ویډیوګانې وګورئ.
د خدای په امان!
[AMZ-092-pus]