Attention
X

You are now leaving AMAZE.org.
Content beyond this site might not be
appropriate for young adolescents.

Continue to external site
attentionAttention
X

The following video was not produced by AMAZE.

Play Video
We'd like one thing before you download!
X

Please give us your email address before you download. Feel free to subscribe to our Newsletter while you’re here!


Download
د امیندوارۍ د مخنیوي ۶ لارې
د امیندوارۍ د مخنیوي ۶ لارې
Add video to playlist Create Playlist

    You don't have any playlists created

    Click the 'create playlist' button above to make one.

د امیندوارۍ د مخنیوي ۶ لارې

په دې ویډیو کې به موږ د امیندوارۍ د مخنیوي شپږ لارې څیړو، چې پکې یوه داسې لاره هم شامله ده چې هر ځل سل سلنه ګټوره وي.
کله چې تاسو د جنسي اړیکې لپاره چمتوالی احساس کوې، نو ډاډ ترلاسه کړه چې خوندي یاست. که څه هم جنسي اړیکه د ژوند یوه طبیعي او خورا مهمه برخه ده، خو داسې څه نه دي چې بیړه پکې وشي.
که یو کس رحم ولري او بل سپرم تولیدوي، نو د امیندوارۍ خطر موجود وي. کله چې چمتو وي او د دواړو په خوښه جنسي اړیکه ترسره شي، نو کولای شئ د ځان ساتنې لارې وکاروئ. د جنسي اړیکې پر مهال د ځان او خپل مقابل لوري د ساتنې لپاره د جنسي ناروغیو (STI) او امیندوارۍ پر وړاندې ډېرې لارې شته.
کانډومونه د دې لپاره کارول کیږي چې تناسلي آله وپوښي او سپرم نه پرېږدي چې هګۍ (اووم) ته ورسېږي، کله چې دوه کسان یعنې نر او ښځه جنسي اړیکه سره ونیسي، کانډومونه همدارنګه د جنسي ناروغیو د مخنیوي پر وړاندې یو ډېره ښه او کاریدونکې وسیله ده.
تاسو احتمالا د هغه ګولۍ په اړه خبر یاست، که چیرته هره ورځ په ټاکلي وخت له ګولیوو ګټه واخیستل شي، د امیندوارۍ مخه نیسي.
خو ایا تاسو پوهېږې چې داسې لارې هم شته چې له ۳ میاشتو څخه تر ۱۰ کلونو پورې دوام کوي؟ د بېلګې په توګه،
( Depo-Provera چې د ستنې په نوم هم یادېږي) چې د امیندوارۍ د اوږد مهاله مخنیوي یوه لاره ده. هغه څوک چې رحم لري، دا بیچکارۍ له ډاکټره یا هم د کورني کلنیک ( Planned Parenthood ) د تنظیم له مرکز څخه په لاس یا هم په سورین د ستنې د لګولو له لارې تر لاسه کړي. دا طریقه د ښځې د هګۍ خوشې کېدل بندوي او همدارنګه د سپرم لپاره رحم ته د داخلېدو مخه سختوي. هر ۱۲ تر ۱۳ اونیو کې نوې ستنه په لاس یا کوناتي کې ترزیق کېږي او دا کار ۹۹٪ اغېزمن دی.
( IUD د رحم دننه اله) هم یوه بله مهمه لاره ده. دا هم د ډاکټر یا د کورنۍ د تنظیم له مرکز څخه ترلاسه کېدای شي.
کله چې یو کس دا وکاروي، ډاکټر یې د رحم دننه ځای پر ځای کوي. دا اله کولی شي څو کاله هلته پاتې شي او یوازې کله ناکله معاینې ته اړتیا لري.
IUD د سپرم مخه نیسي چې هګۍ ته ورسېږي او د امیندوارۍ په مخنیوي کې ډېره اغېزمنه ده. که کومه ستونزه رامنځته شي یا که څوک وغواړي ماشوم ولري، دا په اسانۍ سره ویستلای شي.( دا په اسانۍ سره لرې کولای شي)
وروستۍ طریقه ایمپلنټ ده. دا یو ډېر کوچنی لرګی ته ورته شی دی (د ګوګرد د لرګي په اندازه) چې د لاس د پاسنۍ برخې د پوستکي لاندې ایښودل کېږي او نه ښکاري. دا د پروجسټین په نوم هورمون ازادوي چې د هګۍ خوشې کېدل بندوي او د سپرم مخه نیسي چې هګۍ ته ونه رسېږي. دا تر ۳ کلونو پورې کار کوي او ډېره اغېزمن لاره ده.
ته کولی شې دا ټولې لارې له خپل ډاکټر یا د کورنۍ د تنظیم له مرکز څخه ترلاسه کړې، د امیندوارۍ د مخنیوي په خاطر دا ټولې د اوږدې مودې لپاره اغېزمنې لارې چارې دي.
خو دا لارې یوازې د جنسي ناروغیو (STI) پر وړاندې ساتنه نه کوي. نو دا څنګه حل کړو؟
موږ کانډومونه د امیندوارۍ د مخنوي لپاره له دوي سره یوځای کاروو تر څو تر ټولو خوندي ساتنه ولرو. جنسي ناروغۍ د جنسي اړیکې له لارې خپرېږي که یو کس ناروغي ولري او بل یې ونه لري. هېڅ جنسي ناروغي ښه والی نلري ، او کیدای شي ځینې یې ډېرې خطرناکه وي. ځینې یې د درملنۍ وړ دي، خو ځینې نورې یی باید ټول عمر مدیریت شي او پام پرې وشي.
البته، تاسو کولی شې دا هم غوره وګڼې چې تر هغه وخته پورې انتظار وباسې ترڅو لوی شې او وروسته بیا جنسي اړیکه ولرې، که دا ستا لپاره مناسب او ستا د خوښې وړ وي.
پرهېز (Abstinence) دې ته وایي چې یو څوک خولې، مهبلي (کوس) یا مقعدي جنسي اړیکه ونه لري، او دا یوازینۍ ۱۰۰٪ اغېزمنه لاره ده چې هم د امیندوارۍ او هم د جنسي ناروغیو مخه نیسي.
په یاد ولرئ، هر څه ستاسو په احساس او انتخاب پورې اړه لري. که تاسو جنسي فعالیت کوې، نو ډاډ ترلاسه کړه چې خوندي یې.
د اوږد مهاله مخنیوي لارې او جنسي فعالیت دواړه مهمې کړنې او پرېکړې دي.
غوره ده چې له داسې یو مشر سره خبرې وکړې چې ستا خواخوږی وي. که اړتیا وي، له ډاکټر، مشاور، یا د کورنۍ د تنظیم له مرکز سره هم خبرې کولی شې.
او په یاد ولرئ، ته ډېر ارزښت لرونکی او غوره يې. [AMZ-040-pus]